بنیاد جهانی سُخن گُستران سبزمنش، Sabz manesh Foundation
مجموعه اشعار شاعران معاصر و شاعران جوان و بزرگترین پایگاه ادبی شعر، معرفی شاعران ، طنز، ادبیات فارسی، داستان نویسی، مقاله نویسی، و واژه سازی میباشد.

د سرخ کوتل په اړه معلومات/ نورگل اندروال

تر ټولو بد خبر دادی چې د سرخ کوتل معبد د ساتنې لپاره جوړه شوې ودانۍ د ناڅرګندو کسانو له لوري په هیواد کې د تحولاتو په راتلو سره تخریب او لمنځه تللې او دغه راز خپلسرې کیندنې هم شوي دي.
د سرخ کوتل په اړه معلومات:
سرخ کوتل يو غاښى دى، چې د بغلان ولايت د پلخمري په ١٥ کيلومترۍ فاصله کې د سمنګان پر لوري تلونکي سړک پر غاړه واقع دى. دا ځاى له چشمۀ شير څخه چې پريمانه او سوتره اوبه لري او د پلخمري او سمنګان تر منځ د لارې پر سر واقع دى او د مسافرانو دمځى دى چندان لېرې نه دى. څرنګه چې د غاښي په دغه ځاى کې د موټرو د تګ او راتګ لپاره موانع ايجادېدلې، په نظر کې و چې دا سړک په داسې صورت اصلاح سي چې له ښي اړخ څخه چې د غونډۍ وتلى او د غوري د دهنې په جلګه حاکم دى، نوى سړک وغځول سي، نو په دې ترتيب د مزدور کارانو او عملې د کار په وخت کې د ١٩٥١ کال په ترڅ کې يو حصار برج پيدا سو، چې دېوال يې له خامو خښتو او تهداب يې غټو تيږو او يو شمېر کتيبي ډبرې په يوناني رسم الخط کې پيدا سوې. د دوو مرحلو حفرياتو په اثر وروسته کلونو کې د پنځو مياشتو کار په نتيجه کې د مرکزي ودانۍ لاندې او باندې سره له ملحقاتو چې مربع شکل لري، حصار ښکاره او له خاورو لاندې څخه را وايستل سو. د خامو خښتو مصالحې او د لرګيو شمعې او په ځينو برخو کې تراش سوې تيږې په کار سوې وې. دا ودانۍ د يوه لوى معبد په شکل په يوه چوتره باندې بنا سوې ده. په دې ودانۍ کې چې تقريباً ٣٢ متره اوږدوالى لري درې ځايه درې دروازې مخ ختيځ پلو ايستل سوې دي. څرنګه چې دغه دروازې د غونډۍ خوا ته وې نو د جلګې او کلي او کروندو پراخه او ښکلې دورنما د دې برخې په افق کې ليدله کېده. د معبد ټولې مرکزي کوټې او ډيوډۍ او دېوال چې چاپېريال يې ټول له لرګيو څخه پټ سوى دى او احاطې يې ١٠٠ متره اوږدوالى او ٧٠ متره سور درلود چې د غونډۍ ټوله هواره سطحه او د ختيځ لمنې يوه برخه يې اشغال کړې وه. د سرخ کوتل د دېوال د ماحول مسقف والى د دې لپاره و، چې د معبد پيروان د لمر له تودوخې او د باران له لندبل څخه وساتي. مرکزي عمارت چې تر خاورو لاندې و او ځينې کوچنۍ خونې، خاورينې حلقې سره د نغري لاندې تللې برخې او اور وهلو له نرمو ايرو ډک دېوالونه ښکاره سول، چې د آتشکدې دغه ځاى د (مزدېسنا) د آئين د موبدانو د دايمې اور له پاته شونو څخه و. دا باختري نمونه اورتون له هغو اورتونو يا آتشکدو څخه ده، چې د کلاسيک له مؤلفينو څخه دوو تنو (سترابون) او (پوزانياس) د شکل له مخې هغه (پرسيک) وبلله. وروسته له يوې سلسلې تحقيقاتو څڅه څرګنده سوه، چې د دې آتشکدې د بناء شروع د کوشانيانو د عصر په لومړيو وختو پورې تعلق لري. د هغه اور لګېدلو تاريخ چې د سرخ کوتل د آتشکدې د عمارت نړېدلو باعث سو د کوشاني خاندان د سقوط او د ساساني سلالې د مؤسس اردشېربايکان د فتوحاتو سره چې په باختر کې د مسيحي عهد په ٢٤٠ کال وسول ارتباط پيدا کوي. پورتنيو ودانيو پخپلو دوو نهايي خواوو کې دوې لويې مجسمې درلودې، چې د برنډې په آخر کې نصب سوې وې او له احتماله لېرې نه ده، چې د کوشانيانو د لرغونو زمانو د اکثرو پاچهانو په شان د خپلې کورنۍ د عظمت لپاره د کورنۍ د تقديس مفکوره منځته راوړې وي. کوچنى الحاقي معبد په سرخ کوتل کې ښه ارزښت لري ځکه د هغه موجودېت د دې سبب سو، چې په قطعي صورت ظاهره سي چې د سرخ کوتل وداني په آتشکدې پورې تړلې وې او د آتش پرستۍ پيروانو په دې ځاى کې ژوند کاوه. ښکاره ده چې لوى او اصلي معبد د دې ديانت مرکز و او په ماحول کې يې مرکزي لويه آتشکده او کوچنۍ فرعي آتشکدې او مربوطات يې موجود و، چې د دې مدعا سوي دي. د ١٣٣٦ لمريز کال د ثور په ١٧ مه ورځ يوه مهمه او مفصله کتيبه کشف سوه، چې د کنيشکا نوم او د بغلان پخوانى نوم د (بغولانګو) په صورت کې ښکاره لوستل کېږي، دا کتيبه ٣٥ کرښي لري.
ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.