تماس: [email protected]
د هارون رشید لاسلیک/ اسدالله بلهار جلالزی
…………………….
حکایت دی بیا له پاڼو د تاریخه
په خوږو، خوږويي ګډه تومنه تریخه
د هارون پاچا لایق دانا وزیر
جوړ کړ ښکلی اوسمسور بڼ په تدبیر
مقرر يي د بڼ چارو ته یو خپل کړ
هغه به هم د بڼ سمبالښت تل کړ
چې فارغ به شو امېرله خپله کاره
ګرځیدل دوﺉ به د باغ په هر کناره
یوه ورځ هارون رشید او جعفر دواړه
باغ ته لاړل لاس په لاس غاړه ترغاړه
سرې مڼې ته یې په ونه کې شوپام
راشکېدوته یې امېر شو ډیر نارام
د کړۍ په څیریې جوړ کړه دواړه لاس
وي يې کېږده پرې جعفره پښې پاس
سره مڼه کړه ته له ونې ژر راکوزه
کنه مات به د بڼوال کړمه اوربوزه
جعفرپورته شه د امېر په دواړه لاس
ورته نه شوای رسیدای مڼه وه پاس
وي: یې دواړه پښې زما په اوږو کېږده
مڼه را کړه نورې چارې شاته پریږده
په اوږو شو بیا دې امېر پورته جعفر
چې له همدې ونې را غوڅ کاندې ثمر
بیا یې هم لا ،لاس ونه رسید مڼې ته
هک حیران وو دغې پیښې اوکېسې ته
هارون بیا ووي پښه کېږده زما په سر
خومڼه درځینې زه غواړم ډیر ژر
جعفر کېښوده پښه په سر د امېر
بیا یې غوڅه دا مڼه کړه په تدبیر
دې مهال کې راپیدا شو زوړ بڼوال
بوډا ولیده په سترګو دغه حال
په باطن کې شو خپه ښکاره خوشال
ور ښکاره شو د جعفر وزیر زوال
هارون وکړ ورته دا شانې ګفتار
په دې بڼ کې د ګاللی دی ډیر زیار
درنه ډیر خوښ یمه زه سحر وشام
وایه وغواړه له ما څخه انعام
درډالۍ به کړم دینار اوهم درهم
چې شي ورک درنه د ډيرو کلوغم
بڼوال خلاصه کړله خوله اوپه ګفتار شو
په شکرونو د خپل رب ستار غفار شو
وي په ما باندې ډیرګران زموږا مېره
په خدمت کې مې د تا شوه سپینه ږیره
ځما نشته ډیر دولت سره څه کار
اونه غواړمه له تا درهم دینار
ماچې ولیده دا ستاسو حال احوال
لوړ دي تخت شه لوړدي ستوری لوړاقبال
بس یوازې راته ولیکه امېره
بڼوال خپل اوقریب نه دی د وزیره
لوی امیره بس همداسې نوشته کړه
له جعفرسره ځما غوڅه رشته کړه
دې خبرې ته هارون رشید حیران شو
په همدې لیکنه بوخت په هغه ان شو
له هغې شیبې چې څو موده شوه تیره
دا لیکنه د هارون رشید شوه هیره
په جعفرشوغضبې اوبیا یې مړ کړ
د ده قام یې هم دې د ده په ګناه پړ کړ
ورسره یې دومره سخته د ښمنې کړه
ترې نه لوټ یې لا هستې اوشتمنې کړه
د جعفر وزيریې ووژل خپلوان ټول
شوه په لټه د بڼوال د ښار سپاهیان ټول
بیا یې ومونده باغوان په یوه سرای کې
سپاهی غوښتل چې يي مړکړي په هغه ځای کې
بوډا چېغې کړي ماڅه کړي ګناه ده؟
یا مې کړې د جعفر په درد ژړاه ده
سپاهي ووي موږ خپلوان د جعفر وژنو
موږه ټول هغه په دغه خنجر وژنو
بڼوال ژر له جیبه لیک که رابیرون
وه لیکلي په کې دا شانې هارون
بوډا نه لري جعفرسره خپلوي
نه هم کومه اشنایې رشته داري
بيا سپاهیانو ترلاس ونیوه باغوان
مخامخ یې که دربارته ور روان
بوډا وړاندې که کاغذ خپله هارون ته
وي: ښه ځیر شه ته د دې کاغذ مضمون ته
هاورن ولیده لیکنه د خپل لاس
هک حیران شو ورته ویې کتل پاس
بیا یې وکړه له بڼوال ځیني پوښتنه
تا له ما ولي اخیستې دې دا لیکنه ؟
څنګه پوه شوي ته له دې هسي کړچاره
چې له ما دې سند واخیست په تلواره
بڼوال ویلې که زما د سر امان وې
اجازت هم د خبرو اوبیان وې
زه پوه په هغه ورځ شومه امېره
چې په سردې پښه کېښوده وزیره
ما ویل هسي هسکېدل اولوړیدل
لري هیښنده اوبې چمه لویدل
د پاچا خوږې خوږې غوندې شکرې
وي په غم او درد ککړې دا خبرې
هارون وي: شابه شابه ځه درویشه
ما بښلی یې فقیره دور اندیشه
بسم الله شریفی(مؤسس و دبیرکل اجرایی بنیاد جهانی سبزمنش)
پست قبلی
پست بعدی