تماس: [email protected]
د پلار د ورځي په ویاړ/ اسدالله بلهار جلالزی
زه د خـــــوښـیـــــو پـرمـقـام او عـرفـات ولاړ وم
بـــاوردې وشـــه لالا نه وي په زړه مـات ولاړ وم
زمــا لــمـنــه د جــهـان لــه خــوشــحــالــو ډکــه وه
زړه په ټــوپو وو هالته زه چې په میقات ولاړوم
تا تر بـبـرو وروځـــو لانــدې زمــا پــه لــــوري کـتـل
که د کعبې تر میزاب لاندې په ملا کات ولاړوم
شل کاله وشول چې د تللیو په لیار تللی يي ته
زه بې له تا نه هرځای ړنګ لکه قلات ولاړ وم
تـه وي چـې زه وم نـاخـبـر د دنـیـاګـۍ لـه بـــدو
ته وي چې زه لکه محمود پر سومنات ولاړ وم
د خدای دیداردي په نصیب شه زمامغفوره پلاره
ته وي چـې زه لـکـه احــُد غـر بـا ثبات ولاړ وم
د د دنیاګۍ نـوي دودونه دي نن ورځ د پــلار ده
نورو خندا کړه( اسد) ګوښی په هیهــات ولاړ وم