بنیاد جهانی سُخن گُستران سبزمنش، Sabz manesh Foundation
مجموعه اشعار شاعران معاصر و شاعران جوان و بزرگترین پایگاه ادبی شعر، معرفی شاعران ، طنز، ادبیات فارسی، داستان نویسی، مقاله نویسی، و واژه سازی میباشد.

مستانه فْضآ/ وسیم مومند/ مرکزی بغلان   

 مینه میخانه او خم دمیو مستانه فْضآ

شنې سترګې خمار خمار او مسته جانانه فضآ

 

تاج یې زرینکوب او غاړه سپینه بلورینه ده

زلفې یې,ول ول په غیږ کې ناسته شاهانه فْضآ

 

ګل په څڼو خاندې غوږ کې یې وایې ګلورینه یې

عطرو بارانونه په سینه یې دؤردانه فضآ

 

راشه ګلې راشه په ورغوي راته وناڅه

زړه دالان مې لوی دئ د اټن او پښتنه فضآ

 

تورې دغزل راته په جات او خیرات رانکرې

زیرمې په لیمو کې ترې راڅاڅې یارانه فضآ

 

ستوري د سمآ په نڅا څرخي د سپوږمۍ په عشق

څڼې په خوشبو دختن غوړې افسانه فضآ

 

درد ته مې سکون وسیمه ستا دپیمانو اوبه

پرخه په کاسه د لاله مسته پیمانه فْضآ

 

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.