بنیاد جهانی سُخن گُستران سبزمنش، Sabz manesh Foundation
مجموعه اشعار شاعران معاصر و شاعران جوان و بزرگترین پایگاه ادبی شعر، معرفی شاعران ، طنز، ادبیات فارسی، داستان نویسی، مقاله نویسی، و واژه سازی میباشد.

پشتو غزل/ صابرګل څپاند

پشتو غزل/ صابرګل څپاند

ته ور ته را نه غلې ګودر درپسې وژاړیدو

زموږ دکلي مزدیګر درپسې وژاړیدو

 

له ډېره وخته مې زړه جوړ وو څړیکې نه وې پکې

نن مې د سوي زړه پرهر در پسې وژاړیدو

 

تا به چې خلاص کړو له خندا څخه به کټ کټ شین شو

نن بند ولاړ دی پورې ور در پسې وژاړیدو

 

تا چې زموږ له کلي بلې خواته کډه یووړه

چینې جاري شولې ترې غر در پسې وژاړیدو

 

دنګه لالینه داسې نابېبره جېرته لاړې

چینار په ملا مات شو نښتر در پسې وژاړیدو

 

څپاند د وخت هرې څپېړې ته محکم ولاړ وو

اوښکې ېې راغلې زورور در پسې وژاړیدو

صابرګل څپاند

ارسال یک پاسخ