بنیاد جهانی سُخن گُستران سبزمنش، Sabz manesh Foundation
مجموعه اشعار شاعران معاصر و شاعران جوان و بزرگترین پایگاه ادبی شعر، معرفی شاعران ، طنز، ادبیات فارسی، داستان نویسی، مقاله نویسی، و واژه سازی میباشد.

پشتو غزل/ عبدالباري جهاني- ویرجینیا/ آمریکا

رامعلومه مي کعبه ده لار به څنګه ورکومه

له پرهېزه مي زړه تور دی میخانو ته مي زړه کیږي

څو شېبې زلمۍ کومه پیمانو ته مي زړه کیږي

دا څو ورځي لا زاهده ماته مه وایه چي بس دي

د توبې د ځنځیرونو ماتېدو ته مي زړه کیږي

بې نوبته یم راغلی ساقي مه راته قهرېږه

دوې او درې پیالې لا اخلم مستېدو ته مي زړه کیږي

د جنت وږی دي نه یم ملاجان ته حوري ورکه

د کیږدۍ پر ګودرونو څو شېبو ته مي زړه کیږي

زه د تاج لېونی نه یم زه وزر درڅخه غواړم

د پامیر پر لوړو څوکو الوتو ته مي زړه کیږي

هره شپه په خوب کي وینم کابل جان جوپې د ښکلیو

خیال په زلفو زنګومه زولنو ته مي زړه کیږي

رامعلومه مي کعبه ده لار به څنګه ورکومه

ستا پر خاورو کندهاره څو سجدو ته مي زړه کیږي

چي خپل ښار وي خپل اختر وي خپل بلال وي خپل منبر وي

سر پر سر یې ورته لیکم قصیدو ته مي زړه کیږي

چي موسم د ارغوان وي جهاني وي او یاران وي

چي هېر کړی مو خزان وي هغو شپو ته مي زړه کیږي.

 

 

ارسال یک پاسخ