بنیاد جهانی سُخن گُستران سبزمنش، Sabz manesh Foundation
مجموعه اشعار شاعران معاصر و شاعران جوان و بزرگترین پایگاه ادبی شعر، معرفی شاعران ، طنز، ادبیات فارسی، داستان نویسی، مقاله نویسی، و واژه سازی میباشد.

ژباړه او د کره کتنې اړتیا/ اسدالله بلهارجلالزی د سبزمنش رهبری غړی

د نورو ژبو د اثارو ژباړل نه یوازې دا چې د مورنۍ ژبې د ودې، بډاینې او غنامندې سبب کیږي. د نورو ټولنو د وګړو، د ژوند او ژواک له حاله مو هم خبروي. چې دا کار هم په حقیقت کې له موږ سره مرسته کوي چې د هغوئ د پرمختګ په راز هم خبرشو او هغه څه ترې را واخلو چې موږ په خپله ټولنه کې ورته ډیره اړتیا لرو. او د خپل ژوندانه په بهیرد دوئ له تجربو، پرمختګ، پوهي او وړتیاوو څخه ګټه واخلو. زما خبره پښتوژبې ته د ادب په ډګر کې د اثارو د را ژباړلو په اړه ده. موږ له اوږدې مودې فعالیت او کار کولو وروسته هم په دې نه یوو توانیدلي چې د خپلو مینه والو له پاره په تول پوره څه ولیکو، زموږ ډیری کیسه لیکوال وروڼه اوس هم د لنډې کیسې په معیارونو او وزن پوره کیسه نه شي لیکلای یوازې څو د ګوتو په شمار وروڼولرو چې په دې دګر بریالي دي. خو له دې سره سره بیا هم څومره چې تمه کیدای شي هماغسې د بریالیتوب پړاو ته نه دي رسیدلي. زموږپه ټولنې کې واکمنو شرایطو ته په کتو لیکنې کیږي. ډیری لیکوالان مو په دې نه دي بریالي شوي چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو، حالاتو او په ورته وخت کې د حاکمانو په کړنو باندې څه ولیکي، که څوک په دې برخه کې یو نیم کوچنی ګام هم را پورته کوي نو هغه ده چې بیا له داسې ستونزو سره مخ کیږي. بیا کلونه کلونه په دې نه توانیږي چې هغه ستونزې هواري کړي. له همدې کبله ده چې ډیری هغه لیکوالان چې کله ژباړې کوي ډیر وخت د ژباړې له پاره  د بهرنیو کتابونو په ټاکلو کې زړه نازړه وي. یو مهال مې د ترکيي طنز لیکونکي عزیز نسین ځینې طنزونه پښتو ته له دې امله را ژباړل. چې له یوې خوا زموږ په ټولنه کې اوسنۍ ستونزو او د هغه مهال د ترکيي ستونزو تریوه بریده ورته والی سره درلود او دا هرڅه  د طنز په ژبه بیان شوي و. او حل لارې هم ورته په ګوته شوي وي. ما دا کار ځکه کاوه د هغه د طنزونو په ژباړلو سره دا موجودي ستونزې بیان شي. دوهم د خندا په ژبه ورته د حل او اصلاح لاره ولټوله شي. او لږ تر لږه د خلکو په شونډه یوه شیبه خندا هم را پیدا کړله شي. کله چې مې یوه دوه طنزې کیسې وژباړلي، یوه دوست مې راته تلیفون وکړ.راته کړه يي: د دغه سړي کیسې مه ژباړه؛ چې تاوان درته ونکړي. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د خپلو تجربو په بنسټ دا خبره کوله. دوست مې په یوه عامه کتابتون کې مسولیت درلود، همدا د عزیز نسین کتاب کې لوسته او کوم واکمن چا يي په لاس کې لیدلی و. او ورته ویلې یې وه. د نسین د کتابونو لوستل، به دې بې لارې کړي. ډیری وخت دا تورونه د واکمنو له لوري پورې کیږي. اوس خو بیا دا تورونه دومره جدي هم وي چې کیدای شي د یوه ژباړن لیکوال د مرګ سبب هم شي. موږ له بده مرغه هم ژباړې د خواصو له پاره کوو. د عوامو له پاره ژباړې نه شو کولای، دلیل يي هم دادی چې عوام مو په اسانه احساساتي کیږي. د زغم تله يي ژر ډکه شی، د هرڅه هضم وس هم نه لري. خود خواصو له پاره ژباړې اولیکنې مو په ورو ورو د پرمختګ پړاو ته رسوي. په داسې حال کې چې نړۍ ډیره په بیړه پرمخ روانه ده. اوس هم زموږ لیکوال د کتابونو په ژباړلو کې دومره دقت کوي چې آن د هیوادونواو جغرافیی او سیمه انتخاب هم له پامه نه شي غورځولای. که مو کوم هندي کتاب وژباړه نو بیا کیدای شي لیکوال له ستونزې سره مخ شي. که مو د روسي لیکوال کتاب وژباړه په ژباړن به هماغه پخوانۍ د کمونیست ټاپه ولګوله شي. په داسې حال کې چې اوس کمونستۍ نظام په روسیه کې هم نشته، خو په افغانستان کې لا هم کمونیزم په درز کې روان دی. که مو د مصري لیکوال د کتاب ژباړه وکړه بیا هم ښايي ځینې عادي وګړي او یا ووایم نیمه لیکوالان راباندې د وهابي ټاپه ووهي. که مو د پاکستاني لیکوال او یا بل کوم هیواد د لیکوال کتاب را وژباړه نو بیا به يي د مثبت غبرګون په ځای منفي غبرګون ته انتظار باسو.

بله مهمه خبره دا هم ده چې کله کله زموږ ژباړن وروڼه هم تریوه بریده په ژباړه کې تیر وتنه کوي. دوئ په دې برخه کې یا ښه تجربه نه لري یا هم سرسرې چلند ورسره کوي. که ووایو چې د ژباړې کار هم د یوه تخلیقې اثرپه څیر سخت دي دا به مو له انصافه لیري خبره نه وي کړي. موږ له اخلاقي پلوه دا مسولیت لرو چې د لیکوال اثر خپلو لوستونکو ته په داسې ډول وړاندې کړو لکه څنګه چې دی. یوخو د اصلي لیکوال زیار او زحمت ته په سپکه سترګه ونګورو. دوهم خپلو خلکو ته داسې څه ورکړو چې هغوئ یو څه ترې واخلي او اصلي لیکوال يي تر پام وربد نکړو. په ورته وخت کې د بهرني اثر د ژباړې په مهال هم معیارې ژبه په پام کې ولرو. په ژباړې کې خپل نظر شامل نه کړو. کله کله ځینې داسې چې زموږ له په ټولنه کې ټکر هم ورسره رامنځ ته کیږي له دې حذف نه کړو. چې غبرکون به یې سخت وي. دا کار زموږ ټولنه له زغم سره روږدې کوي. کله چې موږ زغم ولرو نو بیا کولای شوو د نورو له تجربو څخه ګټه پورته کړو. د لیکوال د کتاب په منځ منځ کې د مطالبو نه حذف کیدل دا ګټه هم لري چې موږ د نورو ټولنو له جزیاتو خبریږو، په دې توګه به وکولای شو تر یوه بریده په لیکنو کې هم لږ په واضحه توګه خپل نظرونه بیان کړای شو. د پراخې مطالعې ډګر ته وتل موږ له تنګو او کوچنیو دهلیزونو باسي.

زه منم چې د طب، سیاست، تکنالوژی او اوس خو لا د نړیوالي سوداګري په ډګرونوکې هم زموږ ډیری ژباړن د پښتو ژبې په برخه کې د کلماتواو لغاتو له نشتون سره مخ دي. کاشکې زموږ علمي بنسټونو له پخوا څخه دغې تشې ته یوڅه پام کړی وای. دلته د بیلګې په توګه د یوه طبي کتاب د سوالونو ژباړه ستاسو مخ ته ږدم. چې دوئ يي د نویو فارغ شویو زده کوونکو څخه پوښتي.

س: خارجي وینه بهیدنه دڅه شي په اساس طبقه بندي کیږي؟

س: د شریان ،ورید، اوشعریه اوعیو شریاني وینه بهیدنه ډیره خطرناکه ده.؟

س: مارڅه ډول اغیزه ښکاره کوي؟

ج: دوه ډوله اغیزي ښکاره کوي . اول . موضوعی لکه دغاښونو نښي. دوهم. سیستمیکي اغیزي. دفشارټیټوالي

) د پړن کیدو تشوشات. Hemolysis coagaloathies(

coagalopathiesدپړن کیدو تشوشات petechialاونذف ریوي اذیما toxicity neuro عصبي زهري کیدل.

دې ته ورته په سلګونو بیلګې شته.

لکه ما چې مخکې وویل موږ ډیر وخت ژباړې د خواصو له پاره کوو. ښايي په دې برخه کې به نرسینګ مسلکي کسان په پورتنو خبرو وپوهیږي. نو کله چې هغوئ په دومره څه پوهیږي نو بیا ورته ژباړو څه؟ دلته خو دا پوښتنې د هغوو کسانو مخې ایښودل کیږي چې لا په لومړنیو پړاونو کې دی. ایا هغوئ به پرې وپوهیږي. زما په اند نه هیڅکله هم نه.

شریان، ورید، شعریه، عیو – نذف، ریوي، اذیما تشوشات او… دې ټولو ته ښايي په پښتو کې نومونه یا مترادف څه ولرو چې لرو يي. شریان – ورید ته خو رګونه وایو. شعریه هم نري او نازک رګونه يي مترادف کیدلی شي. په هر حال زه فکر کوم په طبی، سیاسي، تخنیکې او تکنالوژې برخه ژباړه هم اسانه نه ده. خو له دې سره سره له مسلکې کسانو سره سلا او مشوره به وکولای شی یوڅه شته ستونزه را کمه کړي. که څه هم موږ په یادو برخوکې د لغاتو او نومونو له کمښت سره مخ یوو. خو که د نورو ژبو عادي کلماتو ته چې خپله ژبه کې ورته نوم یا مترادفه توری یا جمله لرو په خپله ژبه کې  ځای ورکوو دا نو بیا بې پروايي او تریوه بریده د پردۍ ژبې، فرهنګ را ګډولوته هم لاره هواروي. موږ باید د نورو ژبو د ژباړې په وخت کې لومړی د  بهرنۍ ژبې د اثر یا لیکنې منځپانګه، پیغام اوګټورتوکي را واخلو، ساده او روان يي ولیکو. که موږ ژباړه د ټولنې د ټولو وګړو له پاره و کړو دا به غوره  وي. په داسې حال کې به مو دوه ګټه کړي وي. یودا چې عادی وګړي به مو له لیکنې ګټه واخلي دوهم به هغه کسان چې مسلکې او که ووایم خاص دي هغوئ به له عادي وګړو سره په ژبه وپوهیږي. له هغې ټوکې به مو هم ځانونه ژغورلي وي چې ویل کیږي. ( یومسافرهیوادوال له خپلې مور سره په تلیفون کې خبرې کولې، بیا يي مورته ویلې و. چې زه ښه یم جوړیم اوس پرغوم چلوم. او مور يي ورته په ځواب کې ویلې: شکر زویه چې ښه يي خو ګوره که کوم پیاده خلک په مخه درتلل پرغوم ورته دروه او درسره سپره وه يي) که موږ دقت ونکړو نو بیا مو په ژباړو کې دوه توري هم ښايي اصلي موضوع په بل لوری بوزي. په دې توګه به موهم زیارپه اوبو لاهو شوی وي او هم به مو د یوه ارزښتمن اثر یا لیکنې ارزښت خاورې ایرې کړی وي.په پای کې غواړم یادونه وکړم چې هرځوان او نوی ژباړن باید لاندو ټکو ته پام وکړی.

* زما په اند که هرڅوک ژباړه کوي، ښه به داوي چې یو ځل خپله ژباړه له نورو سره هم شریکه کړي، ښه خبره داده چې په ژباړه باندې د تجربه لرونکو لیکوالو نظر واخیستل شي.

* ژباړونکی رسمي زده کړو ته هم اړتیا لري، په مسلکې دندو کې زده کړې او د بلې ژبې په اړه پوهه اړینه ده. باید وګوري چې همدا څانګه مو د خوښې وړ ده کنه؟

* د کتاب ژباړونکي لږترلږه په دوو ژبو باید تسلط ولري. په ورته وخت کې له کلتوری پوهي څخه برخمن وي. ترڅو وکولای شي په ښه توګه له بلې ژبې کتاب راوژباړلای شي. په دې سربیره باید تریوه بریده د هماغه لیکل شوي کتاب د ټولنې په ادب، دود او کلتور هم خبروي. ډیری وخت د ادب مینه وال لیکوال د ژباړې له پاره ناولونه خوښوي خو باید د ادب د تیوري کتابونه هم له پامه ونه غورځوي او ژباړې ته يي مټي را بډ وهي.

* د ژباړې په وخت کې باید ژباړن تر لاس لاندې کتاب څو ځله ولولي. څو مفهموم ترې په ښه توګه واخیستلای شي. آن د لیکوال له سبک څخه هم باید ځان خبر کړي. د هغه د ژوند په اړه هم کره معلومات ولري.

* ځوان اونوي ژباړونکې، باید ژباړل شوي اثار په خپله په ادبي غونډو کې د کره کتنې له پاره وړاندې کړي.

* ښه به دا وي وي چې د ادبي غونډو په ترڅ کې د ژباړل شویو لیکنو، مقالو او اثارو له پاره د تجربې لرونکو لیکوالو له شتون او تجربو ګټه واخیستله شی. هغوئ داسې غونډو ته را وبلل شي. ترڅوپه ژباړل شوې لیکنه یا اثر کې نیمګړتیاوي په ښه ډول په ګوته شي.

* ژباړن هم باید په خپله له ځان سره د بهرنیو ژبو قاموسونه او د لغاتو کتابونه هم ولري. په ورته وخت کې له ډ یجیټلي ډیکشینریو څخه هم باید استفاده وکړي.

* ژباړن باید له  پراخې او هر اړخیزې مطالعې سره لیوالتیا ولري. آن باید په لوستنه مین وي. د فلمونو، کارتون اوتلویزیونې خپرونولیدو ته هم وخت ورکړي.

* هغه ژباړن چې ټکي په ټکي ژباړه کوي. بریالي ژباړن نه بلل کیږي. نو لازمه ده چې له ټکي په ټکي ژباړې څخه تیر شو. دا ډول ژباړې له ښه کیفت څخه برخمنې نه وي.

* د ژباړې وړتیا باید پیاوړې کړو داسې لکه په خپله مورنۍ ژبه چې خبرې کوو. د بلې ژبې له لغاتونو، اصطلاحاتو،خبرو او کلماتو سره باید دومره ځانونه بلد کړو چې په اسانۍ سره په دې وپوهیږو چې د اصلي ژبې توري او جملې په کوم وخت، چیرته اوڅنګه يي وکاروو.

* ژباړن باید داسې وانګیري لکه په خپله چې نوی کتاب لیکي. په هغه وخت کې کیدای شي بریالۍ ژباړه وکړي.

* ژباړن باید په دوامداره توګه خپل کار تر سره کړي.

* دا به غوره وي چې د هرکار اصول وپیژنواومراعات يي کړو، په ژباړه کې هم خپل ځانګړي اصول شته چې مراعات کول يي لازمې بلل کیږي.

 

اسدالله بلهارجلالزی د سبزمنش رهبری غړی

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.