بنیاد جهانی سُخن گُستران سبزمنش، Sabz manesh Foundation
مجموعه اشعار شاعران معاصر و شاعران جوان و بزرگترین پایگاه ادبی شعر، معرفی شاعران ، طنز، ادبیات فارسی، داستان نویسی، مقاله نویسی، و واژه سازی میباشد.

ژوندونه/ عبدالجلیل سالک

نوي ګل می په محضر کې د بهار وغوړيده

هجران تورو تيارو کې مې سهار وغوړيده

 

بورا وم ترسهاره تاويدم دخپل جانانه

هغه چې رانه لاړه ټول وجود کې مې شرار وغوړيده

 

ها ښکلی پسرلي چې مې خزان شو هیر به نشي

هرڅو مې که ګلشن کې ګل بسيار وغوړيده

 

دغم په ټغر ناست ومه طوفان دحسرتو کې

الله دي مهربانه پر ماښکلی ګلنګار وغوړيده

 

ژوندونه څه دروند بار يې په دا جيګو ټيټو لاره

چې لطف دالله وشی ټول امور څه ښه هموار وغوړيده

 

دا لوی لطف دالله دي دتروږمې وروسته رڼا شووه

پروا څه دغم نشته چې ترڅنګ مې ګلرخسار وغوړيده

 

سالکه وس سجدې کووه دشکر رب جلال ته

په مات زړګي دي بیا نسيم ديار وغوړيده

 

 

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.