بنیاد جهانی سُخن گُستران سبزمنش، Sabz manesh Foundation
مجموعه اشعار شاعران معاصر و شاعران جوان و بزرگترین پایگاه ادبی شعر، معرفی شاعران ، طنز، ادبیات فارسی، داستان نویسی، مقاله نویسی، و واژه سازی میباشد.

د لیکوال، شاعر او د ځوان نسل د روزنکی شهید ازادخان باوري یادونه/ اسدالله بلهار جلالزی

ملکا ذکر تو گویم که تو پاکی و خدایی نروم جز به همان ره که تو ام راه نمایی

د لوی رب په ستاینه کې د حضرت حکیم سنايي (رح) دا شعر د پوهنې د وزارت له لوري د خپریدونکې عرفان مجلې په د دوتني د ننه مخ کې په خودرنګ قلم باندې په لاس لیکل شوی و.
ـــــــــــــــ
ملکا ذکر تو گویم که تو پاکی و خدایی
نروم جز به همان ره که تو ام راه نمایی
همه درگاه توجویم همه از فضل تو پویم
همه توحید تو گویم که به توحید سزایی
توحکیمی توعظیمی تو کریمی تو رحیمی
تو نماینده فضلی، توسزاوار ثنایی
نتوان وصف تو گفتن که تو در فهم نگنجی
نتوان شبه توجستن که تو در وهم نیایی
همه عزی وجلالی همه علمی ویقینی
همه نوری وسروری همه جودی وسخایی
همه غیبی توبدانی هم عیبی تو بپوشی
هم بیشی توبکاهی هم کمی تو فزایی
لب و دندان سنایی همه توحید توگویند
مگر از اتش دوزخ بودش روی رهایی
(سنایی)
تر دې لاندې بیا ورسره لیکل شوي، دا هم تاته سرمعلم صاحبه، په احترام  باوری. چې ورسره يي لاسلیک هم کړی و.
مرحوم الحاج عبدالغیاث خان څو کاله وړاندې په غزني کې زما سره میلمه و. کله چې بیرته روانیده نو يي راته وویل: ماماجانه! د مطالعې له پاره څو کتابونه راکړه! ما هم ورته وویل: راځه ته زما د کتابونو الماریو کې کتاب ګوره او در اخله يي، دواړه بله کوټې ته چې کتابونه په کې ایښي وو لاړو. کتابونه يي اړول او کتل، د عرفان یوه مجله باندې يې سترګې ولګیدې، مخکې له دې چې ويي ګورې په خندا يي راته وویل: ماماجانه! دا مجله زما ده.
– نه دا خو دا څوکاله زموږ د کورپه کتابونو کې شته. خو ده راته وویل: زه يي یوه نښانې درته وایم، هغه دا چې دا دوتنه را واړوې د سنايي صاحب یو شعرپه کې په قلم  لیکل شوی او دا شعر مرحوم باوری صاحب په خپلو ګوتو او خپل قلم لیکلی دی.
زه و پوهیدم چې شعرخو شته. ادعا مې وکړه چې دا شعر به کیدای شي تا پخوا لیدلی و.  او یا هم کیدای شي مرحوم باوری صاحب( لالا) خپل پلارمې ورته یاد کړ، د هغه د پاره لیکلی وي. خو لنډه به يي کړم مجله یې را واخیسته همدا چې پاڼه یې را واړله، همدا شعر په کې د مرحوم باوري صاحب په ګوتو لیکل شوی و. ده راته کړه وګوره ماماجانه! فقط زما نوم يي نه دی لیکل نور خو يي زه یاد کړی یم، زه سرمعلم و. غفارماما په مامورصاحب یادیده. او مجله يي ورسره واخیسته، او بیا يي راته کړه. د عرفان مجلې به د معارف ریاست ته راتلې، او موږه به تر لاسه کولې، همدا مجله مې په لاس کې وه چې مرحوم باوري صاحب راغی، دی د کتاب لوستلو مینه وال او لیکوال سړی و. ښه قلم يي درلود نو يي زما له لاسه د مجلې د اخیستو هڅه وکړه. خو ما نه غوښتل ورته وريي کړم. ده په خندا راته وویل: نه يي وړم یوازې يي یوځل په مضامینو باندې مرور کوم، بیرته يي درته درکوم. زه له نورو مامورینو سره بوخت وم. ده ښه اوږده شیبه مجله کتله، کله چې روانیده نو يي راته وویل: سرمعلم صاحب دا دي امانت. او بیا مو سره خدای پاماني وکړه، ما چې د شپې مهال د مجلې لوستلو ته وخت وموند نو د ده په ګوتو لیکل شوي د حضرت سنايي صاحب په شعر مې سترګې ولګیدې.  مرحوم حاجي صاحب عبدالغیاث راته کړه ـ مرحوم باوري صاحب له ادبیاتو سره ډیره مینه لرله، په خپل هیواد، او خلکو يي زړه سوځیده، تل به يي هڅه کوله چې ماشومان او نوی نسل په دیني او وطني روحیه سره ورزي، د معارف د پراختیا له پاره يي ډیرې هلې ځلې کولې. هغه به ویل: فقط چې دا ماشومان د سبا ورځي تکړه دیني عالمان، ډاکتران، معلمان او انجنیران شي.
دی لا راته غږیده  چې ما ورته وویل: ـ حاجي ته چې دا خبرې راته کوي. د لیکلو له پاره يي زما په یاد څه نه پاته کیږي. ښه به وي چې زه يي ثبت کړم. ده راته په خندا وویل: – ته نو دلته هم د خبریالي چمونه را سره کوي؟
ـ هو دا خبرې به بیا په کراره له ثبت شوي بڼې څخه ولیکم. تر ډیره وخته پورې د حاجې صاحب مرکه راسره وه.  ده راته زما د ېوې پوښتنې په ځواب کې داسې ویلې دي:
( … ـ شهید ازاد باوري په غالب ګومان د نورمحمد تره کي په وخت کې خلقیانو نیولی و. چې بیا تر اوسه پورې په اړه کره معلومات ونشول چې چیرته يي د زندان دوره تیره کړې او چیرته به په شهادت رسیدلی وي. هغه د معارف د لومړنیو ښوونکو له ډلې څخه ګڼل کیده. دی د قره باغ ولسوالي د نوکردک د کلي اوسیدونکی و.
– د کار په بهیر کې له خپلو همکارانو سره د چلند په اړه راته ووایه؟
– تر کومه چې زه معلومات لرم د ډیرې حوصلې خاوند و. ارام سړی او په ورته وخت کې يي له بې ځایه خبرو او ټوکو ټکالو څخه هم ډډه کوله، خو داسې هم نه و، چې یو میخیزه پټه خوله به ګرځيدو. له خپلو همکارانو سره يي په ورین تندي او موسکینو شونډو مخامخ کیده. په کار کې يي ستړیا نه پیژندله، خدای ج ورباندې ښه استعداد او حافظه لورولي وي. عالم سړی و. او په خپله يي د پوهې او علم په خپرولو کې يي تر ډیره سخت کارونه په خپله کول. کلي په کلي به په بایسکل ګرځیده. بل دا چې په سیمه او کلي کې هم ورته د یوه نیت په خیره، خیرخواه او منلي شخصیت په سترګه کتل کیده. میلمه پالنه او غریبنوازې هم يي ښه صفتونه ول.
ـ د د نیول کیدو او بندي لامل يې څه کیدای شي؟
ـ وا ماما جانه! لیوني بادونه را الوتلي وو. باوري صاحب دینداره او د پراخې مطالعې خاوند و. زه يي د نیولو په دلیل نه یم خبر خو هغه داسې وخت و. چې د پوهو خلکو زغمل د خلقیانو له پاره یو څه سخت و. بل دا چې باوري صاحب راست او رُک سړی و. نادودې او ناوړې يي غندلې، په دین او خپل وطن مین و. که تاسې د ده لیکنې هم وګورئ هالته به درته روښانه شي، چې باوری صاحب د یو دینداره او د وطن په درد دردمن شخصیت په توګه اصلاحي پیغامونه خپروي. د هغه لیکنې د سنايي په اخبارکې نشریدې، د رسا قلم خاوند و. مرحوم د خپلې سیمې د خلکو د دودونو او د هغوئ د ژوندانه د حالاتو تکړه انځورګر او ترجمان و. ښه لیکوال و او کله کله به يي شعرونه هم ویل)
په هرحال کله چې زه ډاډه شوم چې یاد شوی شعر د استاد باوري صاحب په ګوتو لیکل شوی نو مې یوازې د سر دوه بیتونه را سره یاداښت کړل. چې له یاده مې ونه وزي. هسي هم ما کله نا کله د البیروني په عامه کتابتون کې هڅه کوله چې د سنايي ورځپاڼې په کلیکسیونو کې د دروند استاد باوري صاحب لیکنې را ټولې کړم. یوه برخه مې را ټولې کړي هم وي او کمپیوتري کړي مې هم وي. چې بیا هماغه کمپیوتر له ګوتو ووت. خو دا لیکنې لا هم موندل کیدای شي.
( شهيد استاد ازاد خان باوري د غزني ولايت د قره باغ ولسوالي د نکردک په کلي کې زېږېدلی دی د ادب د ډکر يو ستر ليکوال او د پوهنې د کاروان يو سرلاری ښوونکی و,استاد د هيواد په ګوټ ګوټ کې په زرګونو په دين هيواد او خاورې مين ځوانان روزلي دي.) غوښتل مو چې د شهيد استاذ په هکله له درنولولوستونکو سره بشپړ او هر اړخیز معلومات شريک کړم خو دا چې کورنۍ يې ډاډ راکړ چې د شهيد استاد ازاد خان باوري په ژوند او کار نامو باندې کتاب د ترتيبېدو په حال کې دي . ښايي دا اثر به په نږدې راتلونکې کې چاپ اوخپورهم شي. نور نو زه هم له ډیرڅه لیکلو ډډه کوم. او د ده په هکله په يو ويل شوي شعرهم درته وړاندې کول غواړم کوم چې خوږ ژبې شاعر دروند استاد محمود سمندر لخوا ورته ليکل شوی دی.
عاليقدر استاد

د ايمان او معرفت ستر شخصیت و

ستر مقام ستر یې وقار او حيثيت و

خدای ورکړې پخه مينه په خپل ځان وه

نصیبه يې له ازله د ښه ځوان وه

د زړه مينه يې بسيا په صداقت وه

هسې نه چې د ريا په رياضت وه

د تقوی او ديانت په کاروبار کې

قدرمن و په هر ځای په هر ديار کې

د قران په مينه مست او ليونی و

په تفسير او په معنا یې بريالی و

يوه يې زړه کې پاکه مينه د پیشوا وه

بل يې مينه له مذهب سره اشنا وه

ښه استاد و د خپل نفس په ژوندون کې

هم شاګرد و د وجدان په پوهنتون کې

يو ژور غوندې صوفي د زمانې و

سرنامه د هر صوفي د ترانې و

له پخوانه مشرف په طريقت و

زيست روزګار يې محبت و هم صبت و

په ديني زده کړو ورکړی رب توفيق و

په ادب کې له رفیع سره رفیق و

د هيواد د نوميالو په کار نامو کې

ښه بلد و د تاريخ ټولو بابو کې

خو چې ياد به د هوتکو ميرويس خان شو

باندې تنګ به دغه پراخ ارت جهان شو

ده ويل دی مې په نېک فال باندي نيولی

ځکه زوی مې هم ميرويس نومولی

دروند پښتون و پښتانه ورباندې ګران و

د هيواد ټول کوربانه ورباندې ګران و

د انسان د انسانيت په مقتضی دی

مخالف و د فساد او د فحشا دی

د ايمان او عقيدې د څېښتنانو

سکنی و خو د دين د دښمنانو

سخت دښمن و د عمل په هر ميدان کې

ما ليدلی دا کمال و په دې ځوان کې

شفقت یې په تنکو ځوانانو ډېر و

مهربانه په هر يوه د پلار په څېر و

ده ويل دا به د راتلونکي ليډران وي

باندې ښاد به د وطن وطنداران وي

په قسمت باندې راضي د کردګار و

هسې نه چې يو حريص غوندې یې کار و

د رشوت او رشوت خور په دښمني کې

نمونه و د ظاهر په واکمني کې

د داوود د مظالمو په دوره کې

پخيده لکه فولاد د اور کوره کې

د اسلام په جرم درومي و زندان ته

تورو سمڅو تاريکو او تور جهان ته

دا زمان د تره کي د اقتدار و

په مومن ملت يې جوړ د غم ناتار و

خدای خبر دی زه پرې نه يمه خبر اوس

چې شهيد دی که ژوندی دا بختور اوس
*****

غواړم د لیکنې په پای کې د شهید استاد باوری(رح) د نثر دوه بیلګې هم درسره شریکې کړم. چې په ۱۳۴۶ کال کې په سنايي ورځپاڼه کې خپرې شوي دي.
د وصال په امید
زما نازولې محبوبي
که ستا په یاد وي هغه وخت چې ستا د پیغلتوب شپې ورځي وي، هغه وخت چې ته لا لکه د غرونو دهوسئ په شانې ګرځیدې. هغه وخت چې تا په خپل دې زهیر مین باندې د ناز اومینې مشق او تمرین کاوه. هغه وخت چې تا به لا زما او ستا لیونۍ مینه حتی خپلې مهربانې مور ته هم ښکاروله او په یوه نظر به دې د زړه ټول حال راته ووایه. په یوه او بله پلمه به دي غلی را تیر او د دیدن برخه به دي راکړه. لاس به دي په کار او زړه به دې له ماسره و. تر نیمو شپو به زما په انتظار ناسته وي زما او ستا د وعدې شپې ورځي به دي هره ګړۍ شمیرلې، له بیلتانه څخه نا قراره او د وصال شپه به دي په هر درخواست کې غوښته.
زما نازولې محبوبی!
زه چې ژوندی پایم په ما چې د ژوند پیټی نه درنیږي ستا د عشق پردې مې له نظره تیریږي ستا د مینې په فضا کې د خیال په عالم کې ستا د وصال په امید ګرځم . باوري

نیزه بازې
یا سانګې
د غزني په خلکو کې یو له هغوو ښوو دودونو څخه چې له خپلو غیرو او زمریالیو اجدادو په میراث ورته پاته دی. د آسانو ځغلول او سانګې دي. دا په زړه پورې میله چې په عین حال کې یوه مسابقه او ملی سپورت دی. او زموږ په حلکو کې د شطارت روح تقویه کړي ده. د غزني په مختلفو برخو کې دومره عمومیت لری چې د اختر، جشن، واده او کوزدې په ورځو کې خلک سره را ټولیږي او سانګې وهي. او څرنګه چې سانګط او میږوی وهل ځانته مخصوص مقررات لری. باید لایق سپور او ښه آس په هغه کې ګډون وکړي. خو خلک دي ته چمتو کوي چې له یوخوا باید څه مشق او تمرین وکړي او له بلې خوا ښه آسونه وساتي. او هم باید د نظم او نسق خیال وساتي، څرنګه چې دا میله ډیره په زړه پورې او د هرچا خوښه ده نو ځکه زموږ د غزني سپاره هر کال د ګران هیواد د خپلواکي د جشن په مراسمو کې د مملکت په پای تخت او د ولایتونو په مرکز کې اشتراک کوي او چې ډیره ګرمچوشي سره يې استقبال کیږي. هیله چې دا ملی دود محفوظ پاته شي. باوري

ماخذ سنايي ورځپاڼې ۱۳۴۶ کال کلیکسیون
شخصي یاداښتونه او مرکه

 

اسدالله بلهار جلالزی

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.