بنیاد جهانی سُخن گُستران سبزمنش، Sabz manesh Foundation
مجموعه اشعار شاعران معاصر و شاعران جوان و بزرگترین پایگاه ادبی شعر، معرفی شاعران ، طنز، ادبیات فارسی، داستان نویسی، مقاله نویسی، و واژه سازی میباشد.

گرځومه/ شیلا کاکر/ سویدن

انځور ستا د سترگو په لېمږ کی گرځومه

يادونه دې د مینې په لفظو کې گرځومه

 

بیلتون مې لرې لرې ستا له کور و کلي غواړي

خیالونه دې پردۍ خاورې کوڅو کی گرځومه

 

ښکلا د ستا د حسن اندازه راسره نشته

قندونه دې شکرې په پیالو کې ګرځومه

 

موسم د مینې نشته تل خزان دی په باغونو

اوربل د سرو گلونو په اغزو کې گرځومه

 

روژه د انتظار ده، ستړې شوې په غربت کې

اختر چه بې تا راشي سترگې سرو کې گرځومه

 

 

ارسال یک پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.