بنیاد جهانی سُخن گُستران سبزمنش، Sabz manesh Foundation
مجموعه اشعار شاعران معاصر و شاعران جوان و بزرگترین پایگاه ادبی شعر، معرفی شاعران ، طنز، ادبیات فارسی، داستان نویسی، مقاله نویسی، و واژه سازی میباشد.

د نای کلا او دغزنوي دورې د نای زندان/ اسدالله بلهارجلالزی

د اوسني ادارې جوړښت له مخي، د غزني د قره باغ ولسوالي د غزنویانو د واکمنۍ په مهال په لوړ غره کې د خپلو مخالفینواو مجرمینو له پاره یو زندان د نای په سیمه کې موجود و. که څه هم دا ځای اوس د غزنوي دورې د زندان په نوم پیژندل شوی دی. خو له لویه سره ویلای شو چې دا کلا، او په کې موجودې سمڅي ټولې د بودیزم د دورې یو معبد ګڼل کیږي. په دغه ځای کې شته، نښې نښانې، سوپې، تاخچي، رواقونه او د ناستي ځایونه دا په ګوته کوي چې یاده کلا د بودیزم یو معبد و. تنګی او پراخې سمڅې او تونلونه د خپلو دریڅو او بیا د ننه د مشالونو په واسطه روښانه کیدل. ویل کیږي د همدې سمڅو په منځ د اوبو یوه چینې هم شتون درلود. کله چې د اسلام دین په سیمه کې خپور شوی نو بیا د دغه معبد د زوال نښې هم را څرګندې شوي چې وروسته خو بیا د غزنوي واکمنو له لوري په زندان او د زندان د ساتونکو او نوروعسکرو د اوسیدو او د هغوئ د اسانو د ساتنې په ځای واوښت. په د دغې کلا او زندان یادونه د هغه مهال د یو شمیر شاعرانو په شعرونو، د مورخینوپه تاریخونو کې راغلي. کله چي د سعد سلمان شعری دیوان ته په ځیر وکتل شي، نای په کې دومره ستایل شوی او جاویداني شوی که چیرته دا ننۍ نښې نښانې هم نه وای موجودې موږ د هغه په شعرونو کې دا انځور لیدلای شوای.
سیف الدوله محمود په ۴۸۰ هـ ق کې د خپل واکمن پلار سلطان ابراهیم غزنوي د فرمان له مخي د نای په زندان کې قید او بندي شو. د هغه ټول ملګري اوخدمتګاران هم بندیان شول چې په کې مسعود سعد هم و. هغه اوه کاله د سو او دهک په کلاوو کې او درۍ کاله يي هم د نای په کلا کې تیر کړل. دی په دې اړه وايي:
هفت سالم بکوفت سو و دهک
پس ازآنهم سه سال قلعه ء نای
۵۲۶ مخ
د بیهقي تاریخ په ۴۰۸ مخ کې له غزني څخه د بست، بیا تر خراسان او جرجان پوري د امیر مسعود د سفر د بیان په ترڅ کې د نای کلا یادونه داسې شوي ده « د اميرانو زامن او کورنۍ يي له خدمتګارانو سره یوځای د نای کلا او دیر ته واستول، امیرمودود يي ته انعامونه ورکړل چې له ده سره لاړشي.)
د هیواد نامتو لیکوال او مورخ لوی استاد مرحوم غلام جیلاني جلالي هم د خپل مشهور اثر ( غزنه و غزنویان ) په ۳۳۴ مخ کې د نای کلا په اړه داسې کښلي. « نای کلا او او سو کلا د آل ناصر واکمنو دوه غرنی او کلک زندانونه وو. په یمیني او بیهقي تاریخونو کې په مکرر ډول سره د دغو ځایونو یادونه شوي دي. چې په کې به پاچا یانو او کله کله شهزادګان او د هیواد نورو سیاسي شخصیتونه په همدې دوو سختو غرنیو بنديخانو کې بندیانیدل او ګوښه کیدل. خو د وخت په تیریدو او هغې لړۍ د پرې کیدو له کبله همدا دواړه محبسونه د اوسني غزنین په شاوخوا کې ورک او په اړه يي چاته څرک هم نه کیده. یعني چا يي ځای نه پيژانده. ترڅو د دغه اثر لیکوال په خپلو څیړنو اوپرله پسي هڅو سره په دې وروستیو کې د غزنه په غرونو د دې دواړو کلاوو ځای او اثار وموندل »
مرحوم استاد لیکي: د نای کلا د سو کلا په سهیل لویدیځ کې کله چې د سو کلا د شلګر او غزنه باغ له ساحي څخه ختیځ څخه د لویدیځ په لوري لارې واټن اندازه شي د شپیته کیلو متره جنوب ته د ( ګل کوه) غره په یوه څانګه پرته ده. چې اوس هم د نای په کلا سره یادیږي. همدا سیمه یا د نای کلا جلګه شنه او اباده سیمه ده چې د کورونو شمیر يي شپیته دی، خوویجاړ د غزنویانو « نای محبس» د ګل کوه د غره په څانګه د لویدیځ لوری ته دی. چې اثار يي اوس هم ښکاریږي. اوس دلته څوک نه اوسي. د سیمي خلک دا کنډوالي د غزنویانو د وخت د زندان په توګه پیژني.
په ورته حال کې ددغه تاریخي حصار او د غزنویانو د مهال د زندان په اړه په غزني کې د خاتم النبیین پوهنتون ریس استاد خادم حسین حبیبي چې له نژدې يي لیدلی دی. خپل تاثرات او د سترګو لیدلی حال را سره شریکوي:
قلعۀ نای (حصار نای) د غزنویانو د دورې مشهور زندان و. چې د سیاسي بندیانو او په جګړه کې دغنیمتونو د انبارونو او سلطنتي ډالیو د ساتنې له پاره ورڅخه ګټه اخیستله کیده استاد حبیبي همدا ډول زیاتوي:
تیرو پاچهانو له معمول سره سم زندانونه د دې له پاره چې نفوذ ورته شونی نه وي او له لوټ کیدو څخه هم خوندي پاته وي نو به يي په قصدی توګه د لوړو او اسمانڅکو څوکو په زړه کې چې لاره به يي هم خورا سخته وه جوړول. دا زندان چې د قره باغ ولسوالي د ( پیش غارنی قلعه) د غزني ولایت په اتیا(۸۰) کیلو متري کې جوړ شوی پکې کلکې کوټې،او سمڅي کندل شوي. په دغه زندان د تیږو په زړه کې کې داسې سوری جوړ شوی چې سلولونو د تګ راتګ له پاره ورڅخه کار اخیستل کیده. دا سوري لا هم شته چې په هماغه لومړني ډول پاته دي. مسعود سعد سلمان چې د غزنویانو د وخت لوی شاعر و. د سلطان ابراهیم په دوران کې يي نژدې لس کاله په دغه زندان کې زنداني و. هغه يي په ستاینه کې وايي::
نالم ز دل چو نای من اندر حصار نای
پستی گرفت همت من زین بلند جای
آرد هوای نای مرا ناله های زار
جز ناله های زار چه آرد هوای نای

 

کله چې موږه د مسعود سعد سلمان د دیوان پاڼې را اړوو نو ډیره برخه شعرونه يي په دغه زندان کې د ژوندانه د څرنګوالي، سختیو، یخنیو، شکنجو او ځورونو په اړه پیغامونه لري. د نای زندان ته د بیا ځلې راتلو په اړه داسې وايي:
بازګشتم اسیر قلعه نای
سود کم کرد با قضا حذرم
۳۳۱ مخ
نوموړي له هم دي زندانه سلطان ابراهیم ته ځینې داسې شعرونه واستول چې په کې يي ورڅخه د خپل خلاصون هیله کوله دی هغه ته وايي چې سعد سلمان به څه وي چې ستا واکمنۍ او سلطنت ته زیان ورسولای شي. نو زه دي هسي په زندان کې اچولی یم لکه دا:
در بند توی ای شاه! ملک شه باید
تا بند تو بای تاجداری ساید
آنکس که زپشت سعد سلمان آید
ګر زهر شود ملک ترا نکزاید
خو دي شعرونو او بیتونو هم د غوسه شوي سلطان زړه نرم نه کړ، دا شعرونه يي بابیزه وګنل او هیڅ پام او التفات يي ورته ونکړ. بلکې هغه د سعد په اړه داسې سخته پریکړه کړي وه که په خپله مرګي نه وای میلمه کړی نو سعد به تر ډیرو کلونو پورې همدلته پای وای… خو له اتوکلونو وروسته نوموړی بیا د الملک طاهر علی مشکان په وساطت له بنده ژغورل کیږي اوآزاد يي کړ. له مسعود سعد سلمان سره په همدې زندان کې
شیبانی هم بندي کېږي. دی هغه ته نای زندان کې هغه ته د ژغورلو او آزادي زیری ورکوي او وایی
مژده ها دادمت بقوت دل
وعده ها کردمت به صحت رای
فال هائیکه من زدم دیدی
که چګونه تمام کرد خدای
د خپل دیوان په بل ځای کې هم د محمد علی په ستاینه کې بولله هم لري چې دا بولله شاوخوا ( ۱۰۸ ) بیتونه کیږي. سعد په همدې بولله کې بیا د نای یادونه کوي.
بینوایم ازین ناي بینوا
شادي ندید هیچکس از نای بینوا
سعد چې کله په زندان کې ډیر خپه او ویرجن کیږي نو بیا له غره سره خبرې، ګیلې کوي او د تنګو سمڅو، بامونو شکایت کوي. دی وايي په ټیټه ملا او آن خاپوړو په کې ګرځمه چې له همدې کبله مې شا هم کړوپه شوه کټ مټ لکه د د هغوو پارسایانو په څیر چې په رکوع او سجدو کې وي لکه دا:
با کوه ګویم آنچه ازو پرشود دلم
زیرا جواب ګفته من نیست جز صدا
زین سمج تنګ چشم چون چشم اکه است
زین بام ګشت پشتم چون پشت پارسا
یادا : چې سعد سلمان وايي مرغان ولټیږي، له ځایه یوې او بلې خواته والوزي، ته شپه همداسې يي لکه زه چې په نای کې دي پلتۍ وهلي اوتړلی يي او خوځیدلی نه شي.
بخسبند مرغان وتو شب نخسبي
مګر همچومن بسته درحصن نائی
۵۱۵ مخ
سعد سلمان وايي په دغه زندان یا نای کلا کې له ساندو، چیغو، ځوږ او شور پرته بل څه نشته، هغه څه چې دلته شته هغه همدا ساندې، اوچیغې دي.
آرد هوای نای مرا ناله های زار
جز ناله های زار چه آرد هوای نای
یادا چې سعد سلمان په دي باور دی چې موږ ټول په نای کلا کې بندیان او اسیران ناست یوو او دا تاوان مو کړی چې هرڅه مو ډیر شوي دي.
بجمله ما که اسیران قلعه نائیم
نشسته ایم و زیان کرده بر بضاعتها
۵۸۰ مخ
بل ځای هم د نای زندان او کلا ته په خطاب کې وايي ستا رڼا او خوشحاله طبعه چیرته ده. او که ته شپیلۍ او نی يي نو بیا دي له ماسره خوږه ژبه او ولي نشته، او که نل يي نو بیا دې دریڅې چیرته دي. سعد ورڅخه دې ګیلې په ډول شکایت کوي. چې زه درسره یمه ته نه راته رڼا لري. نه راسره خوښي او خوشحالي شریکوي.
ای نای ترا نقل و می روشن کو
با تو طرب طبع و نشاط تن کو
ګر تو نايي لحن خوشت با من کو
چون نای ترا دریچه و روزن کو
۷۱۸ مخ
سعد سلمان د خپلو شعرونو په ترڅ کې بیا هم وايي په نای کلا کې زه تر شپیلۍ او نی ډیر چغیږم ځکه چې په داسې ځای کې اوسم چې نژدې دی چې د سپوږمي د زرینو پلوشو ګاونډی شمه، د نای دغره لوړې څوکې د ده طبعه خرابه کړي نه يي لاس په خپل ځای ورته ښکاري نه يي پښه. نوځکه هم واکمن ته وايي د خدای له پاره رحم وکړه. هغه له داسې چا د رحم تمه لري چې د ده په څیر ډیر نوريي هم په همدې کلا کې بندیان کړي دي.

نالنده تر از نایم در قلعه نای
همسایه ماه ګشتم از تندی جای
نه طبع مرا بجای و نه دست ونه پای
ای شاه جهان رحم کن از بهر خدای
۷۲۴ مخ
غزنی د تاریخي سیمو لرونکی مینه ده. که چیرته خلک او اړوندې ادارې د دغو سیمو ساتنې او رغونې ته پام وکړي، لیري نه ده چې د لیدو او سیل له پاره به يي د نړۍ او سیمو له هیوادونوڅخه به په زرګونو بهرني او هم به کورني څخه په زرګونو تنه سیلانیان را مات شی. چې د هغوي له راتګ سره به دوه مو دوه ګټې کړي وي. یو به مو د خپل هیواد کلتوري او ملی هویت خوندې کړي وي. له بلې لوري اقتصادي او مالې ګټه وکړو
ماخذ:
۱- بیهقي خواجه ابوالفضل محمد بن حسین – بیهقی تاریخ تصیحح ډاکتر فیاض علی اکبر- دوهم چاپ کال ۱۳۸۳
۲- جلالی غلام جیلانی – غزنه و غزنویان – چاپ کال ۱۳۵۱- د بهقي کتاب خپرولو موسسه – دولتي مطبعه کابل افغانستان
۳- سعد سلمان – مسعود دیوان – چاپ کال ۱۳۶۰ تهران
۴- محمد ابونصر بن عبدالجبار العبتی – یمینی تاریخ – چاپکال ۱۳۳۴ تهران
۵- بلهار اسدالله – غزني د لوړو کلاګانو سیمه – ناچاپ
۶ – خاطرې ، مرکې او یاداښتونه

نظرات بسته شده است.